IQNA

شیخ حصان او د هغه د تلاوت میراث چې تلپاتې شو  (فیلم)

13:46 - May 06, 2026
د خبر لمبر: 3492731
ایکنا- یو مصري ړوند قاري، محمد عبدالعزیز حصان، په غږاو لهجې کې ځانګړی مکتب درلود او سلګونه ثبت شوې تلاوتونه ئې له ځانه پاتې کړل چې لا هم د مصر او نورو هېوادونو له رسنیو خپرېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، د مصر د اوقافو وزارت د شنبې په ورځ، د مئ ۲  (چې د غواي له ۱۲  سره برابره ده)، د قرآن کریم د تلاوت له سترو څېرو څخه د یوې څيرې ، یعنې د شیخ محمد عبدالعزیز حصان د وفات کلیزه ونمانځله. نوموړی د ۱۹۲۸ کال د اګست په ۲۲  د مصر د غربیه ولایت د کفر الزیات ښار اړوند د «فرستق» په کلي کې زېږېدلی و او د ۲۰۰۳ کال د مې په ۲ وفات شو

شیخ حصان د قرآن کریم د خاشعانه تلاوتونو ستر میراث او یو ځانګړی صوتي مکتب  پرېښودلی.

هغه په یوه قرآني چاپېریال کې لوي شو او په کوچنیوالي کې ئې قرآن حفظ کړ. په همدې ماشومتوب کې ئې سترګې له لاسه ورکړې؛ خو همدغه پېښه سبب شوه چې په بشپړه ارامۍ سره د قرآن حفظ ته مخه کړي.

محمد عبدالعزیز حصان په ډېر لنډ وخت کې، له اوو کلونو  مخکې، ټول قرآن حفظ کړ او د قرائتونو اووه‌ګوڼې طریقې (قرائات سبع) ئې زده کړې. همدارنګه یې د «شاطبیه» کتاب په دوو کلونو کې حفظ کړ، څو ډېر ژر د تلاوت د احکامو او قرائتونو په علم کې یو عالم شي.

هغه د ګڼو علماوو په  شتون  کې زده کړې وکړې او د هغه د غږ استعداد ډېر ژر څرګند شو، تر دې چې د قرآن مینه‌والو ورته ګڼ لقبونه ورکړل؛ لکه «قاري فقیه» (پوه قاري) او «قاري نصر».

شیخ حصان په ۱۹۸۰ کال کې د طنطا ښار د احمدي جومات د قاري په توګه وټاکل شو او د مصر دننه او بهر، په ځانګړي ډول د فارس خلیج  په ساحلي هېوادونو کې، د قرآني محفلونو په راژوندي کولو کې برخه واخیسته. هغه ګڼ مډالونه او ستاینلیکونه ترلاسه کړل، چې په هغو کې د شیخ زاید بن سلطان آل نهیان ستاینلیک هم شامل دی.

د مصر د هغه وخت د ولسمشر انور سادات په امر، شیخ حصان په ۱۹۸۰ کال کې د طنطا د احمدي جومات قاري وټاکل شو. هغه د مصر د راډیو او ټلویزیون په تاریخ کې یوازینی قاري و چې په ۱۹۸۵ کال کې یې په یوه ورځ، په دوو بېلابېلو ښارونو کې، د سحر قرآن او د جمعې ورځ قرآن په راډیو کې تلاوت کړ.

د مصر د اوقافو وزارت د هغه د وفات د کلیزې (د مئ ۲  / د غوا ي ۱۲ ) په نمانځلو سره ټینګار وکړ چې دا ورځ د هغه قاري د ژوند د لارې د درناوي لپاره لمانځل کېږي، هغه څوک چې د ښوونې، تلاوت او د ښه ادا له لارې ئې د  خداي کتاب ته خدمت کړی دی. له خداي  تعالی څخه هیله کېږي چې پر هغه پراخ  رحمت نازل کړي او د هغه اعمال د نېکو کارونو په لیکې کې وشمېري.

هغه د مصر راډیو ته له  ۱۰ زرو ساعتونو څخه ډېر د قرآن کریم تلاوت یو ستر میراث پرېښود.

https://iqna.ir/fa/news/4350194

captcha